هند ته د احمد شاه ابدالي سفرونه: پنځمه برخه
BBC Pashto BBC Pashto
510K subscribers
7,073 views
0

 Published On Jan 6, 2020

د احمد شاه ابدالي امپراطوري چې له ختيځ فارس نه تر شمالي هند او له آمو سيند نه بيا د هند تر سمندر غزيدلې وه د اوسني افغانستان سربېره کشمير، سندهـ او لويديځ پنجاب يې هم په خپلو لمنو کې رانغاړلي وو.
يما بارز هند ته د يوه سفر په ترڅ کې هغه لارې څارلې چې افغان ټولواک احمد شاه ابدالي او ځواکونه يې پری هند ته تللي وو. په دې هکله د رپوټونو په لړ کې د دغو لارو او ورسره د احمد شاه ابدالي د پاتې ياددونو انځور ورکړل شوى.
د دغې لړۍ په پنځمې او وروستۍ برخې کې اورئ چې آيا پر هند د احمدشاه ابدالي بريدونه د نيواک هڅه وه؟ او يا هم هسې چې ادعا کېږي دا هرڅه د شتمنيو د ترلاسه کولو او يا هم د اسلام د برم او پرتم د خوندي کولو لپاره ترسره شول؟

show more

Share/Embed