د ځوانانو غږ: د "پښتون قامي جرګې" پرېکړې به څنګه عملي کېږي؟
MashaalRadio MashaalRadio
228K subscribers
3,308 views
118

 Published On Streamed live 21 hours ago

د مشال راډيو په "ځوانانو غږ" خپرونه کې دا ځل په خيبر کې د "پښتون قامي جرګې" د پرېکړو د عملي کولو لپاره په اړه بحث لرو. د خپرونې مېلمه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين دی. له نوموړي سره د جرګې د پرېکړو د عملي کولو د پلان تر څنګ پر يوشمېر اړونده موضوعاتو هم خبرې کوو. تر هغه وروسته پر هم دې موضوعاتو له مدني فعالانو جمايما اپرېدۍ، عثمان شکور او کلي جمهوري غورځنګ له مخکښ غړي فريد اصغر او له زده کوونکي احتشام افغان سره خبرې لرو.
دا خپرونه تاسو هره جمعه د پېښور پر وخت د مازيګر له پينځو تر شپږو بجو د راډيو تر څنګ د مشال راډيو پر فېسبوک او يوټيوب په ژوندۍ بڼه اورېدلای او ليدلای شئ.
خپرونه اسرار عالم وړاندې کوي.
تاسو تر ويډيو لاندې خپل نظرونه او پوښتنې راسره شريکولای شئ. په خپرونه کې د ټېلېفون، وایبر او سکایپ له لارې هم برخه اخیستلای شئ.
د ټېلېفون شمېرې دا دي:
00420221124105
00420221124205
00420221124305
00420221124405
وټس اپ شمېره: 00420724147719
د سکایپ پته: Mashaalradio

show more

Share/Embed